ایران په افغانستان کې دمصالحې لپاره خپلوهڅوته دوام ورکوي
(last modified Mon, 16 Aug 2021 00:35:14 GMT )
Aug 16, 2021 05:05 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کې دمصالحې لپاره خپلوهڅوته دوام ورکوي

ایران په دقت سره دافغانستان وروستي بدلونه څاري او دې مهال  په کابل کې یوازې د ایران نمایندګي فعاله  ده .

زمونږخبریال راپور راکړ  د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزی د ټویټ په ځواب کې پخپل ټولنیز پیغام کې  ولیکل ، تاؤتریخوالی او جنګ  ، دهماغه  نیواک په څير  هیڅکله د  افغانستان د مشکلاتو  حل لاره نه وه او نه به هم دغه حل لاره شي .

 جواد ظریف  زیاته کړې ،   د افغانستان په غږملونکي  شورا کې  او دنورو رهبرانو   او وروڼو نوښت  په تل پاتې سولې  سره  د اقتدار  د منتقلیدا او دخبرواترو  زمینه جوړول کیدلی شي . 

  داپه داسې حال  کې دي چې د  ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب  هم وئیلي دي ، ایران په دقت سره دافغانستان وروستي بدلونه څاري او دې مهال  په کابل کې یوازې د ایران نمایندګي فعاله  ده .

 هغه بیګا په یولړ څرګنددونو کې وئيلی دي  په افغانستان کې د ایران له پنځو نمایندګیو څخه  له مزارشریف ، جلال آباد او کندهاره  وتلی او کابل ته منتقل شوي  او له هغه ځایه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي . هغه وئیلي دي ، البته  په ځينو دلیلونو سره جمع بندي دا وه چې  ددغو نمایندګیو  تړل کیدل اعلان نشي ،او دم ګړۍ  په دغو درو نمایندګیو کې یوازې چوکیدار او څو ځای کسان شتون ولري .

  د ایران د خارجه وزارت ویندوي  په دوام کې وئيلي دي ، په کابل کې د ایران  د سفارت په باب  پرسنل کم کړائ شوي دي  او  تر هغه بڼه چې د  سفارت  ضروري فعالیتونه  ونه دریږي ، ځیني ډيپلوماټان هم بیرته ستنه شوي دي .

  هغه په عین حال کې وئيلي دي ، په هرات کې د ایران  ډيپلوماټان  په سلامتیا کې دي او  ایران ته ئې په تګ راتګ کې هیڅ مشکل نشته ،البته ترجیح دا ده چې فعلا  په هماغه کونسلیټ کې پاتې شي .