سپاه او بسیجي ځواک له کروناسره دمقابلې لپاره ټول ظرفیّتونه کاروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104404-سپاه_او_بسیجي_ځواک_له_کروناسره_دمقابلې_لپاره_ټول_ظرفیّتونه_کاروي
په یوه ستر جهاد کې  مو د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د واضحو او روښانه لارښونو  د پوره کیدا لپاره ټول توان د تاریخي دندې ، شرعي، قانوني  او اداري  وظیفې په توګه  بسیج کړی دی . 
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 17, 2021 08:52 Asia/Kabul
  • سپاه او بسیجي ځواک له کروناسره دمقابلې لپاره ټول ظرفیّتونه کاروي

په یوه ستر جهاد کې  مو د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د واضحو او روښانه لارښونو  د پوره کیدا لپاره ټول توان د تاریخي دندې ، شرعي، قانوني  او اداري  وظیفې په توګه  بسیج کړی دی . 

 زمونږخبریال راپور راکړ ،د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومي قوماندان سردار حسین سلامی  نن د جنرال شیهید سلیماني  د پلان  د غږملنونې په  غونډې کې  چې د مستضعفینو د بسیجي ځواک  پّ ممرکز کې  او  د سپاه په درست هیواد کې د  ولایتی قوماندانو  سره په ویډیو ئي کنفرانس کې  ووئیل،  کرونائي ویروس خوریدا  خطرناکې مرحلې ته رسیدلې  ده  چې  خلک ورځيني کړیږي .

سردار سلامی زیاته کړې ده ، په دغه شان فضا کې  مسئولیّت منو او د ولس په وړاندې ژمن عمل کوو،څو هغه امکانات چې   په اختیار کې ئې لرو ، له دغې ناروغۍ سره  دمقابلې لپاره  ئې په جدي توګه کارووو.

 د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان همداراز ووئيل،  په یوه ستر جهاد کې  مو د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د واضحو او روښانه لارښونو  د پوره کیدا لپاره ټول توان د تاریخي دندې ، شرعي، قانوني  او اداري  وظیفې په توګه  بسیج کړی دی . 

سردار سلامی ددې خبرې په کولو سره چې  باید د سپاه او بسیجي ځواک  له ظرفیّتونو څخه په  استفادې سره ،  د روغتیائي وزارت  تر څارنې لاندې واکسینشن لاپراخ کړو ،ووئيل ،  په نفسیاتي جنګ کې  د دښمنانو له القاءاتو سره  دمقابلې لپاره باید سوشل میډیا هم بسیج شي .