خطیب زاده:
په یمن کښې د ایران هیڅ پوځي صلاحکار نشته
Aug 22, 2021 02:50 Asia/Kabul
په یمن کښې د ایران هیڅ پوځي صلاحکار نشته
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیڅ ایرانې صلاحکار په یمن کښې نشته، په یمن کښې د یو ایراني ښاریز د وژل کیدو په هکله د منصور هادي د استعفا کړي حکومت ادعا دروغ وبلله
سیعد خطیب زاده په یمن کښې د یو ایراني ښاریز د وژل کیدو په هکله د هادي د مستعفي حکومت د یو غړي څرګندونې دروغ وبللې او ویې ویل: په یمن کښې د ایران هیڅ پوځي صلاحکار نشته چې د تیري ګرو په بمبارۍ کښې دې وژل شوی وي.
هغه زیاته کړه: دا ډول بې بنیاده څرګندونې د سعودي تیري ګر ائتلاف د ناځوانمردانه حملو او له دغه تیري سره په مقابله کښې د یمنیانو د مقاومت په هکله د یمن د ډګر حقیقت نه شي بدلولې.
ټیګونه