د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو د افغانستان حالات وڅیړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105212-د_ایران_او_پاکستان_خارجه_وزیرانو_د_افغانستان_حالات_وڅیړل
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا د ټیلیفون له لارې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 05, 2021 05:00 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو د افغانستان حالات وڅیړل

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا د ټیلیفون له لارې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا د ټیلیفون له لارې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

د حسین امیر عبداللهیان او شاه محمود قریشي ترمینځ په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې، له خپلو روسي او چیني همرتبه و سره د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د تیرو څو ورځو له صلاح مشورو وروسته، موافقه وشوه چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه په راتلونکو څو ورځو کښې د خارجه وزیرانو او هم داشان د ځانګړو استازو په سویه یوه آنلاین غونډه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې تیرو ورځو کښې د روسیې او چین له خارجه وزیرانو سرګئي لاوروف او وانګ یي سره د افغانستان د حالاتو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه او نړۍ کښې د یو اغیزناک هیواد په توګه تل د سیاسي خبرواترو له لارې د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د بحرانونو د هوارولو په تکل کښې دی.