Sep 13, 2021 12:19 Asia/Kabul
  • «فخرا» ډېر اوچت کېفيت لرونکے او موثره وېکسين دے

د ايران د روغتيا وزير وويل، «فخرا» په ډېر اوچت کېفيت لرونکے او موثره وېکسين دے.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې بهرام عېن اللهي نن د فخرا نومې ايراني وېکسين د کلينېکل آزمائنې د دريمې مرحلې د شروع کولو ترڅنګه وويل: د کورونا په مسئله کښې د خلقو سلامتيا په مهمه توګه په وېکسينېشن سره محفوظه کيږي او په ټوله دنيا کښې له مطالعاتو ثابته شوې ده چې يوازېنۍ لار چې له وائرسو سره مقابله کېدې شي وېکسينېشن دے.

عېن اللهي زياته کړه، په دې وخت کښې د هغه ضرورت په وجه چې يې لروو او غواړوو زر تر زره خلق وېکسينه کړوو، د وېکسينو واردولو ته مجبور يوو او په زياته اندازه واردولو سره په هېواد کښې وېکسينېشن په چټکتيا سره د ترسره کېدو په حال کښې دے.

د ايران د روغتيا وزير په دې باندې په تاکيد سره چې اطمينان ورکوم چې فخرا نومې ېکسين يو ډېر ښۀ او اوچت کېفيت لرونکے وېکسين دے واضحه کړه.

د خوراکو او درملو په برخه کښې زمونږ ملګري په يوې خاصې زړۀ سواندۍ سره او ورځ او شپه د وېکسينو د توليد په مراکزو کښې د محصولو کېفيت کنټرولوي.

 

ټیګونه