Sep 13, 2021 15:25 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۴۴۸ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د ۴۴۸ نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر يو لک څوارلس زره  ۷۵۹ تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې ۲۲ زره  ۵۴۱  نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۵ ميلينه  ۳  لکه ۱۸ زره   ۳۲۷  تنو ته رسېدلے دے.

د دغه رپوټ له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې ۱ ميلين ۵ لکه نوي زره ۳۰۵ تنو ته د وېکسينو په وهلو سره په هېواد کښې د څويم ځل لپاره د روزانه وېکسين وهلو رېکارډ مات شو.

د روغتيا وزارت وويل: تر اوسه ۲۴ ميلين يو لک ۴۴ زره ۷۵۰ تنو ته د کورونا وېکسينو وړومبنے ډوز او ۱۲ ميلين ۴ لکه ۹۲ زره ۵۹۸ تنو ته دويم ډوز لګول شوے دے چې په مجموعي توګه به ايران کښې ټول ۳۶ ميلين ۶ لکه ۳۷ زره او  ۳۴۸ ډوز وېکسين لګول شوي دي.

 

ټیګونه