د ایران او بریطانیې خارجه وزیرانو خبرې وکړې
(last modified Tue, 14 Sep 2021 01:45:48 GMT )
Sep 14, 2021 06:15 Asia/Kabul
  • د ایران او بریطانیې خارجه وزیرانو خبرې وکړې

د ایران او اسلامي جمهوریت او د بریطانیې د بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون پر مټ صلاح مشورې وکړې

د ایران او اسلامي جمهوریت او د بریطانیې د بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون پر مټ صلاح مشورې وکړې

د بریطانیې خارجه وزیر ډومینیک راب پرون د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلیفوني اړیکه کښې، هغه ته د خارجه وزیر جوړیدو د مبارکۍ په ویلو سره هیله وښودله چې په مختلفو ډګرونو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې او تعاملات د متقابل تفاهم او پوهې په بنیاد پراختیا ومومي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران خارجه وزیر هم د افغانستان په وړاندې د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو د ناسمو سیاستونو له آثارو د خواشینۍ په ښودلو سره، په دغه هیواد کښې د امنیت او ثبات عملي کیدل د ټولو قومونو په ګډون سره د هراړخیزه حکومت په جوړیدو، د خبرواترو په هرکلي او له تشدده په ډډه کولو او خلکو ته په پاملرنې هم داشان له ترهګرۍ سره په عملي مقابلې کښې وبلل.

امیر عبداللهیان په تیرو څلورو لسیزو کښې کابو د څلور میلیونه افغانستاني ښاریزو کوربه توب ته په اشارې سره، د کډوالو له نویو څپو سره او هم له نشه ایزو موادو سره په مخامخیدنه کښې د پایداره ګډ نړیوال مسئولیت په رول لوبونې ټینګار وکړ.

هغه همداشان له افغانستان سره د انساندوستانه مرستو د اسانولو لپاره د ایران چمتووالي څرګند کړ.

امیر عبداللهیان په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان د ټولو غیرقانوني بندیزونو په ختمیدو تاکید وکړ او ویې ویل: ایران به د هغو مذاکراتو هرکلی وکړي چې څرګندې پایلې ولري او د خلکو حقوق او ګټې تامینې کړي.

د ایران خارجه وزیر په دوه اړخیزو اړیکو کښې د ځینو ستونزو د ختمولو لپاره د بریطانیا د حکومت د باور جوړونکو ګامونو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې په دې لړ کښې د لندن رغنده او عملي اقدامات به د تهران له هرکلي سره مخامخ شي.

د بریطانیا خارجه وزیر بیا د ایران د غوښتنو په پوره کولو کښې د خپل هیواد پر عملي ژمنتیا ټینګار وکړ.

 

ټیګونه