تاجیکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سفر
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي چې د تاجیکستان د ولسمشر امام علی رحمان په رسمي بلنې او د شانګهاي موسیسې په سرمشریزې کې د کې د ګډون لپاره دوشنبې ښار ته په سفر تللی ،دشاهنګهائي غونډې له ختمیدا وروسته نن د تاجیکستان دولسمشر له خوا په رسمي هرکلی سره ددغه هیواد دوه ورځني سفر هم پیل کړ .
د اسلامی ایران ولسمشر سره په دغه پلاوي کې د ایران د اقتصادي او سیاسی چارواکو یو لوړپوړی پلاوی هم ملګری دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي او د د تاجیکستان له ولسمشر امامعلی رحم او چارواکو سره د لیدو کاتو په پاي کې د ملګرتیا شپږ یاددښتونه ، یوه موافقه ا و او د ګمرکي ملګرتیاؤ دتخنیکي ملګرتیاؤ یو پروټوکول لاس لیک شو .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې ملګرتیا کوي ، کولاب ښار ته ئې د اسلامی ایران دولسمشر د سفر خبر ورکړ او وې وئیل ، په دغه ښار کې یو لوي ایرانی عارف دفن دی ، چې د تاجیکستان د خلکو لپاره یوه مقدسه څیره حسابیږي ، هلته خلک د اسلامی ایران د ولسمشر هرکلی ته سترګې په لاره دي . .
د ایران اسلامی جمهوریت د مینځۍ آسیا د هیوادونو له خپلواکۍ وروسته د دیني او کلتوری پيوندونو او دګډو اقتصادي او سیاسی ګټو په دلیلونو ، تل په دغې سیمې کې د خپلو اړیکو له پیاوړتیا سره دلچسپي درلودلې ده . په دغه بهیر کې تاجیکستان له ایران سره د کلتوري اوژبني نزدیکت په دلیل ، په ډير زیات ټينګار سره، په سیمې کې د ایران د ډ يبلوماسۍ یو اصلی چورلیز دی .
سید ابراهیم ریئسي او د تاجیکستان د پارلیمان له ولسمشر محمد طائر ذاکرزاده سره په کتنې کې چې ایران ته د ولسمشر د سوګند په دستورو کې د ګډون لپاره راغلی ؤ ، د دواړو هیوادونو اړیکې ئې پر یوزړتوب او ژبني پيوندونو تکیه کونکي بللې او وئیلي ئې دي ، د تهران او دوشنبې اړیکې له یوه بل سره د د واړو هیوادونو له عادي اړیکو ورآخوا دي او باید په تمدني او کلتوري نزدیکتوالي باندې په تکیې سره د دغو اړیکو د لوړتیا لپاره باید جدي ګامونه پورته شي .
اقتصادي حوزه دمګړئ د ایران او تاجیکستان د دوو هیوادونو ترمینځ دملګرتیا ترټولو مهمه ځلا ده .
تاجیکستان په مینځۍ آسیا کې د ایران یو ستر اقتصادي شریک باندې دبدلیدا په ظرفیّت سره یو هیواد دی چې د ایران د جنوبی بندرونو له لارې آزاد سمندري اوبو ته لاس رسی درلودلی شي .
د کارپيژاندو په اند ایران و تاجیکستان دتیلو ،د پروژو ، د ځواک او ډیم جوړونې د پروژو داجرا په زمینې کې د ملګرتیاؤ پر پراختیا سربیره ، د خواړو، دفلزاتو او ټوریزم په حوزو کې هم د ملګرتیا لپاره ډیر ظرفیّت لري چې په دې اړه ، ددواړو هیوادونو خصوصي برخه،له یوه بل سره ګنډلی شي.د دواړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیا یو ترټولو مهم سند د پانګونې په حوزې کې دی چې په تیرو کلونو کې د د آبی بریښنا د بټۍ او د استقلال سرنګ دجوړیدا پشمول دڅ و بریالیو پروژو د اجرا سبب شوي چې نن سبا ، د ایران او تاجیکستان د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دبیلګو په توګه یادیږي .
دبهرني سیاست له اړخه هم ویل کیدلی شي ، چې د تاجیکستان له نظره ایران یو هغه هیواد دی چې د تاجیک سیاستوالو په نظر کې ډير زیات اهمیّته برخمن دی .
په تاجیکستان کې دسولې او آرامښت په ټينګیدا کې د ایران رول او په افغانستان کې د سولې له ټينګیدا سره دمرستې او دغه راز په سیمې کې د امنیت او ثبات دساتنې په زمینې کې د ایران دوامدارې هڅې ، د تاجیکستان له نظره ډير سټراټژيک اهمیّت لري ، په تیره بیا دا چې اوس ایران د شانګهائي ملګرتیاموسیسې یو دایمی غړی هم حسابیږي .
د ۱۹۹۱کال د ستمبر په په نهمه نیټه دتاجیکستان جمهوریت پخپلواکۍ پسې ، د ایران اسلامی جمهوریت لومړی هیواد ؤ چې ددغه هیواد خپلواکي ئې په رسمیّت وپيژندله او په دوشنبې ښار کې ئې خپل سفارت پرانیست . ختیځ ته د کتنې لپاره د مینځنۍ آسیا حوزې هیوادونو ته د ایران توجه ، د ارزونې او تحلیل وړ ده . له دې نظره ، هغه موافقې چې تاجیکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي د لومړني سفر په چوکاټ کې شوي دي ،په قطعي توګه به د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یوه نوی سپرکی پرانیزي .