په ایران کې کروناویروس نور۳۴۴ کسان قرباني کړل
(last modified Mon, 20 Sep 2021 10:30:24 GMT )
Sep 20, 2021 15:00 Asia/Kabul
  • په ایران کې کروناویروس  نور۳۴۴ کسان قرباني کړل

 د هیوادونو درسمي احصایو په اساس کرونا منحوس ویروس  تردې دمه په دنیان کې څه دپاسه دوه سوه نهه ویشت میلیون کسان ککړ کړي او څه دپاسه څلور میلیون اوه لکه  او شپږزره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ،  د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،په تیرو شواروز کې په ایران کې په کرونا د ککړو نورو درې سوه څلورڅلویښت کسانو په قرباني کیدا سره په  درست هیواد کې د کرونائي  قربانیانو شمیر  یو لک اولس زره  پنځه سوه شپږ ویشت تنو ته ورسید.

  په دغې اعلامیې کې  وئیل شوي دی ،  په تیرو شواروز  کې دغه راز په کرونا  نور اولس زره  درې سوه اوه نوي ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي دوه زره پنځه سوه  درې نوي کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او  په ټول کې  په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون څلور لکه دوه څلویښت زره  دوه سوه دیرش تنو ته رسیدلی، دغه راز   تر دې دمه  په درملنې پسې  څلور میلیون اوه لکه دوه نوي زره  یو سل شل کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 د هیوادونو درسمي احصایو په اساس کرونا منحوس ویروس  تردې دمه په دنیان کې څه دپاسه دوه سوه نهه ویشت میلیون کسان ککړ کړي او څه دپاسه څلور میلیون اوه لکه  او شپږزره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .