د انګریزچارواکو تش شعارونه د قانوني فیصلوځواب نشي کیدلی
(last modified Fri, 24 Sep 2021 00:48:16 GMT )
Sep 24, 2021 05:18 Asia/Kabul
  • د انګریزچارواکو تش شعارونه د قانوني فیصلوځواب نشي کیدلی

انګلستان باید  خپل کړچار بدل کړي  او دا  بدلون مودې کیږي ، چې  ځنډیدلی دی .

ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړ ، دایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د انګریزې  خارجه وزیرې  لیز تراس  د څرګندونو په غبرګون کې  وئیلی دي ، د انګریز چارواکو  تش شعارونه هیڅکله هم د قانوي فیصلو ځواب نشي کیدلی .

 خطیب زاده  پخپل  ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، هغه  ګرَم ټویټونه چې  په حقیقت کې د تاسو  له کارول شوي لهجې سره  په تضاد کې دي ، ممکنه ده ښه ټویټونه  ورڅخه جوړ شي . 

 د  ایران د خارجه وزارت ویندوي  ټینګار کړی، البته  شعار ، هیڅکله  هم د  هغو قانوني فیصلو ځواب نشي کیدلی  چې د محکمو له خوا صادرې شوي دي.

 هغه د ایران د اسلامی جمهوریت د  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  څرګندونو ته په اشارې سره  وئیلي دي ، هماغه ډول چې  خارجه وزیر په ډاګه وئیلي دي ،انګلستان باید  خپل کړچار بدل کړي  او دا  بدلون مودې کیږي ، چې  ځنډیدلی دی .

انګریز خارجه وزیره بیګا مدعي شوي چې لندن  د نازنین زاغزي  د دوسیې په باب  پر تهران دباؤنه اچولي دي .

نازنین زاغري  چې  د ټامسن روئيټرز ډله ایزې رسندوئي ډلې په شرکت کې د پروژې د مدیرې په توګه ئې  فعالیت کاوه ،  د ۲۰۱۶کال د اپریل په دریمه نیټه نیول شوې  او  په محکمې کې په پنځه کلن بند محکومه شوې ده .

 

ټیګونه