اسلامي ایران د افغانستان خلکو ته نورې مرستې واستولې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106104-اسلامي_ایران_د_افغانستان_خلکو_ته_نورې_مرستې_واستولې
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ملت ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بشر دوستانه مرستو دوهم (۲) پیټی استول شوی دی چې پکښې د وړو ، غوړیو او د وريژو په شمول کابو دوه ویشت (۲۲) ټنه خوراکي مواد شامل دي او دغه پیټی نن د ایران د ماهان هوايي شرکت په یوې (۱) الوتکې کښې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2021 13:01 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د افغانستان خلکو ته نورې مرستې واستولې

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ملت ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بشر دوستانه مرستو دوهم (۲) پیټی استول شوی دی چې پکښې د وړو ، غوړیو او د وريژو په شمول کابو دوه ویشت (۲۲) ټنه خوراکي مواد شامل دي او دغه پیټی نن د ایران د ماهان هوايي شرکت په یوې (۱) الوتکې کښې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلی دی .

له دې مخکې هم د افغانستان د ملت لپاره د ایران د بشر دوستانه مرستو لومړی(۱) پیټی چې خوراکي او طبي مواد پکښې بار وو کابل ته استول شوی و .

په افغانستان کښې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ټینګار کړی دی چې هماغه راز د افغانستان د ملت په څنګ کښې ولاړ دی او په افغانستان کښې به د ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره له هیڅ مرستې ډډه ونکړي .