له هیوادونو سره ملګرتیاباید د متقابل احترام په اساس وي
د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه، د ایران د ملت په وجود کې دخپلواکۍ او آزادۍ روح پوو شوی دی او هرکله چې احساس کړي ، بل هیواد سرزروي کوي ، نو پیټی ئې نه وړي او عکس العمل ورته ښئ .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي نن په تهران کې د انګریز نوي سفیر له خوا د باؤرلیک د ترلاسه کولو په وخت ، خپلواکي او آزادي ، د ایران د ولس اصلي شعار وباله او ټینګار ئې وکړ ، زمونږ هیواد حقیقتا خپلواکه دی او دمونږ خپلواکي کومه ادعا نه ده او تاسو هغې ښې آشنائۍ ته ئې له فارسي ژبې سره ئې لرئ ، باید په ایران کې ددغو کلمو واقعي معنا خپلو واکوالانو ته بیان کړئ ږ
د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه، د ایران د ملت په وجود کې دخپلواکۍ او آزادۍ روح پوو شوی دی او هرکله چې احساس کړي ، بل هیواد سرزروي کوي ، نو پیټی ئې نه وړي او عکس العمل ورته ښئ .
ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې له ایران سره د ملګرتیا او کار کونې لپاره تر ټولو ښه روده ، دمتقابل احترام اصل دی ووئيل؛ دایران اسلامی جمهوریت هیڅکله ناسمې او د حق په خلاف خبرې نه مني او اروپا او لویدیخ د خپلو تجروبو په اساس باید ایران ته د یوه خپلواکه هیواد په توګه وګوري .
ډاکټر ابراهیم ریئسي دې خبرې ته په اشارې سره چې نن سبا بشری حقوق هیوادونو ته د ګوزار ورکولو لپاره په یوې سیاسی حربې او آوزار بدل شوي دي ، ووئیل ، مونږ ځانونه پابند ګڼو د خپلو دیني اعتقاداتو او باؤرونو په اساس د انسان حقوقو ته احترام وکړو او تاسو پوهیږئ دبشری حقوقو ډير مدعیان له خپلو ملتونو سره څرنګه چلند کوي .
په تهران کې نوي انګریز سفیر سایمنشریکلیف هم د اسلامی ایران ولسمشر ته دخپل باؤر لیک په وړاندې کولو سره په دې خبرې سره چې د دوهم ځل لپاره او له شلو کلونو وروسته ، په یوه نوی ماموریت تهران ته راغلی یم، ووئیل ، له ایرانه ښه تجروبه او پیژندګلوي لرم او د مااصلی هدف ، په مثبتو او رغنده نظر سره د دواړو هیوادونو داړیکو دښه کولو لپاره هڅه ده .