Oct 14, 2021 17:49 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۲۲۳ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د ۲۲۳ نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر يو لک درويشت زره  498 تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې ۱۱ زره  ۹۶۴  نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې هغو څخه يو زر ۷۷۰  کسان داخل کړې شول په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۵ ميلينه  ۷  لکه ۵۴ زره   ۴۷  تنو ته رسېدلے دے.

د دغه رپوټ له مخې  تر اوسه ۵ ميلينه دوه لکه اتيا زره او شپږ سوه ۲۴ ته بيماران روغ شوي او روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د هېوادونو د رسمي شمېرنو له مخې تر اوسه په ټوله دنيا کښې د کورونا وائرسو له کبله دوه سوه څلوېښت ميلينو زيات کسان بيماران شوي او تقريباً څلور ميلين نهه لکه يو نوي زره تنه د کوئيډ ۱۹ بيمارۍ له امله مړۀ شوي دي.

 

ټیګونه