د ایران او د روسیې د فوځي همکاریو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107006-د_ایران_او_د_روسیې_د_فوځي_همکاریو_پراختیا
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تاکېد وکړ چي له روسیې سره به د ایران فوځي ملګرتیاوې پراخي شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2021 04:01 Asia/Kabul
  • د ایران او د روسیې د فوځي همکاریو پراختیا

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تاکېد وکړ چي له روسیې سره به د ایران فوځي ملګرتیاوې پراخي شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري پرون د مسکو په هوایي میدان کې ایرنا ته وویل چي د ایران او د روسیې فوځي ملګرتیاوې ختیځ ته د پاملرنې د سیاست په چوکاټ کې به نور هم پیاوړې شي.

جنرال باقري زیاته کړه: د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی دولت ختیځ او اسیایي هیوادونو ته ځانګړې توجه کوي او ایران د شانګهای د همکاریو د سازمان غړیتوب هم په دغه دوره کې تر لاسه کړ.

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز همدارنګه یادونه وکړه چي هرو مرو به د ایران او د روسیې د وسله والو ځواکونو تر مینځ همکارۍ پراخې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د روسیې د دفاع وزیر سرګئی شایګو په بلنې سره د یو پلاوی په مشری مسکو ته تللی دی.

د دفاعي او فوځي همکاریو پراختیا، ټروریسم سره مبارزه او د سیمي او نړۍ د تحولاتو څېړنه له روسانو سره د ایراني پلاوي د خبرو اترو اساسي محورونه ګڼل کیږي.