د ایران او آذربایجان جمهوریت خارجه وزیرانو د نظر تبادله وکړه
د ایران او آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
د ایران او آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
حسین امیر عبداللهیان بیګا له جیحون بایرامف سره د ایران د اسلامي جمهوریت او د آذربایجان جمهوریت د دوه اړخیزو اړیکو په باب د نظر تبادله وکړه.
د ایران خارجه وزیر په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې راتلونکي ته د دواړو هیوادونو د مثبت نظر او مثبتې کړنلارې د غوره کولو په ضرورت باندې په تاکید سره زرترزره د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیشن په فعالولو ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې تهران له باکو سره د دوه اړخیزو اړیکو زیات نه زیاتې پراختیا او ژورولو ته هوډمن دی.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د آذربایجان جمهوریت خارجه وزیر جیحوم بایرامف هم د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډې اقتصادي پروژې د مثبتو آثارو لرونکې وبللې او د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیشن د فعالولو غوښتنه یې وکړه.