د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه د نړیوالو اصولو پرخلاف دي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د تیلو وزیر «جواد اوجي »د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه د نړیوالو حقوقو له مقرراتو او اصولو سره په ټکر کښې وبلل .
هغه پرون د ګازو د صادرونکو هیوادونو د ټولنې جي اي سي ایف (GECF) په درویشتمې (۲۳) غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شو وویل د بایکاټ سیاست د انرژۍ په حوضه په تیره د طبعیي ګازو په زمینه کښې د ټیکنالوژۍ د انتقال ، د پانګونې او د اب وهو د بدلیدا په موضوع باندې په اغیز شیندونکي ډول د غور کولو په شمول د نړیوال امنیت او د سولې ساتونکی نشي کیدلی .
اوجي په دې خبرې سره چې په تیرو دوو (۲)کلونو کښې د کورونا ساري ناروغۍ له کبله نړیوال اقتصاد او د هغه په نتیجه د ګازو بازار ته د پام وړ تاوانونه رسیدلي دي وویل په تیرو دوو(۲) کلونو کښې له ټولو مشکلاتو سره سره د ګازو د صادونکو هیوادونو د ټولنې جي ای سي ایف (GECF)غړي توانیدلي دي د ټولنې په منشور کښې بیان شویو هدفونو او اصولو ته په پاې بندۍ کولو سره د ګازو په بازار کښې موجوده بې ثباتیانې او چیلنجونه مدیریت کړي .