په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۱۰۳کسان قرباني کړل
په ایران کې تر دې دمه کابو شپږپنځوس میلیون دوه لکه دوه اتیا زره شل کسانو د واکسنو لومړنی ډوز او درې څلویښت میلیون اته لکه کسانو هم دواکسن دوهم ډوز هم پیچکاري کړی دی او په ټول کې تر دې دمه کابو اوه لکه کسانو د واکسنو دریم ډوز هم پیچکاري کړی دی
زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په تیرشواروز کې دکروناویروس له امله د نورو یو سل درو کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک اته ویشت زره شپږ سوه څلور دیرش تنو ته رسیدلی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس ، په کرونا نور پنځه زره اته سوه اتیا ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي اته سوه دوه شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي او له دوي سره تر دې دمه په ایران کې په کرونائي ویروس د ککړو کسانو شمیر شپږ میلیون دوه لکه دوه اویا زره اویا تنو ته زیات شوی او همداراز تر دې دمه پنځه میلیون شپږ سوه اوه دیرش زره پنځه اویا ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
ددغه راپور په اساس په ایران کې تر دې دمه کابو شپږپنځوس میلیون دوه لکه دوه اتیا زره شل کسانو د واکسنو لومړنی ډوز او درې څلویښت میلیون اته لکه کسانو هم دواکسن دوهم ډوز هم پیچکاري کړی دی او په ټول کې تر دې دمه کابو اوه لکه کسانو د واکسنو دریم ډوز هم پیچکاري کړی دی ، دا هم وئیل شوي چې په درست ایران کې تر دې دمه ټول ټال سل میلیون اوه لکه اته څلویښت زره د وه سوه دیرش ډوزه واکسن پیچکاري شوي دي .