د امریکاد ولسمشرلاسلیک د اعتماد وړ نه دی
د ایران دخارجه وزارت ویندوي روښانه کړه ، البته مونږ داسې ضمانتونه غواړو ، چې امریکابه بیا پر نړیوالو حقوقو اوقوانینو ملنډې نه وهي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده ووئیل ، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دامریکا د بیرته ستنیدا شرط، په اغیزشیندونکي توګه، یو ځاي او له تائيدیدو وروسته د بندیزونو لیرې کول دی او د امریکا دولسمشر پر لاسلیک هیڅ تکیه او باؤر نشي کیدلی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي زمونږ له خبریال سره نن په خصوصي مرکې کې نړیوالې ایټمی موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا د شرطونوپه باب ووئيل ، د بندیزونو یو ځاي ،مؤثره او له تائيدیدوروسته لیریکیدا ، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنیدا شرط دی او دا ټول ، په ویانا کې له خبرواترو زمونږ موخې دي .
خطیب زاده په دوام کې ووئیل ، که امریکا په همدغه کړچار سره په ویانا کې خبرواترو ته وارده شي او په یوځاي او دتائيدیدو وړبندیزونو د لیرې کولو لپاره تیاره وي ، نو په پریکنده توګه په لنډ وخت کې موافقې ته لاس رسی کیدلی شي .
د ایران دخارجه وزارت ویندوي روښانه کړه ، البته مونږ داسې ضمانتونه غواړو ، چې امریکابه بیا پر نړیوالو حقوقو اوقوانینو ملنډې نه وهي .
خطیب زاده ټينګار وکړ، متحده ایالاتو منجمله د امریکا اوسني حکومت ښودلې ده چې پخپلو ضمانتونو پابنده نشي کیدلی او د امریکا د ولسمشر لاسلیک ، هماغه شان چې ادعا کوي،د ارزښت او اعتماد وړ نه دی ، نوځکه طبیعي خبره ده چې اسلامی ایران او د ایټمي خبرواترو مرکچي ټیم د لازمو ضمانتونو پر اخستو ټينګار وکړي .
د ایران دخارجه وزارت ویندوي همداراز په کیدونکو خبرواترو کې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې باندې په عمل کې د اروپا د ژمنو د خلاف ورزیو او بې عملۍپه نسبت د ایران د دریځونو په باب هم ووئيل،مونږپه دومدار ډول د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او د ۲۲۳۱پریکړه لیک څخه د امریکا وتل او دوامدارې خلاف ورزۍ ترڅنګ د اروپایانو دومدارې بې عملۍ مطرح کړي دی،امریکا نه یوازې بریالۍ شوې دایران په ضد یو اړخیز بندیزونه ولګوي ،بلکې له دې ئې لازیات وښودله چې اروپا تر کوم حده د هغه څه په نسبت بې وسه او د بې عملۍ اسیره ده چې پخپله ئې دقطعي تعهد په توګه منلي وو .