د حقیقتونو په اپوټه ښودلو سره د فلسطیني ولس حقوق نه شي پایمال کیدې
(last modified Sun, 21 Nov 2021 01:15:41 GMT )
Nov 21, 2021 05:45 Asia/Kabul
  • د حقیقتونو په اپوټه ښودلو سره د فلسطیني ولس حقوق نه شي پایمال کیدې

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ټینګار وکړ چې د فلسطین د ولس حقوق، د حقیقتونو په اپوټه ښودلو سره نه شي پایمال کیدلې

حسین امیر عبداللهیان تیر مازیګر په خپل انسټاګرام ولیکل: د حماس د ولسي مقاومت غورځنګ د ترهګر بللو په لړ کښې د انګلستان اقدام غندل شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د فلسطین د ولس حقوق د حقیقت په سرچپه ښودلو سره نه شي چخڼي کیدې.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: د فلسطین سیاسي حل لاره د دغه ټاټوبي د اصلي اوسیدونکو (مسلمانانو، یهودیانو او عیسایانو) په ګډون د ټول پوښتنې په ترسره کیدوکښې نغتې ده.

د ویلو ده چې د انګلستان حکومت د خپل فلسطیني ضده او له صهیونیسټي رژيم څخه د ملاتړیز سیاست په دوام کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ترهګر اعلان کړ.

حماس هم د انګلستان د دغه اقدام په غبرګون کښې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره ویلي چې انګلستان دې د دې کارونو پرځاې، د صهیونیسټي رژیم په جوړولو کښې په خپل رول باندې خجل او شرمنده شي.

 

ټیګونه