د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د بحرین ادعا دروغ وباله
د اسلامي ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بحرین د بیانیې په غبرګون کې د چاودېدونکو توکو او د وسلو د کشفولو او ایران سره د هغه د تړاو په هکله د بحریني چارواکو ادعا دروغ وباله.
سعید خطیب زاده وویل: د منامې د کنفرانس سره هممهاله چي د ایران په ضد په یو تریبیون بدل شوی دی، د بحرینی چارواکو له لوري داسي خوشي ادعاګانې د د سیمي د بدلونونو په هکله د بحرین د حکومت د ناپوهي ښودنه کوي.
خطیب زاده زیاته کړه: د بحرین حکومت د خپل ولس پر ځای له صهیونیستي رژیم سره اړیکو ته ترجیح ورکړې ده او د خلګو د مدني غوښتنو له منلو څخه ډډه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بحرین حکومت نه شي کولای په داسي چټي ادعاګانو سره په خپلو کورني او بهرني ستونزو سرپوښ کښېږدوي.
د بحرین د رژیم د جنایي تحقیقاتو څانګه د ترهګرو د نیولو خیر ورکړی دی او په ایران تور پوري کړی دی.