د بیړیو75ډلې دنیا ته د اسلامی ایران سمندري اقتدار وړاندې کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109222-د_بیړیو75ډلې_دنیا_ته_د_اسلامی_ایران_سمندري_اقتدار_وړاندې_کړ
امیر البحر سیاری روښانه کړې ،د بیړیو دغه ډلې  کابو پنځوس زره کلومیټر سمندري فاصله له دې پرته چې په کوم بندر کې دیره شي ، کچ کړه.   هغه ووئیل، د دنیا په هریو ځاي کې د جنګي بیړیو شتون د هغه هیواد د اقتدار او توانمنیو  ښودنه کوي .  
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Dec 04, 2021 14:10 Asia/Kabul
  • د بیړیو75ډلې دنیا ته د اسلامی ایران سمندري اقتدار وړاندې کړ

امیر البحر سیاری روښانه کړې ،د بیړیو دغه ډلې  کابو پنځوس زره کلومیټر سمندري فاصله له دې پرته چې په کوم بندر کې دیره شي ، کچ کړه.   هغه ووئیل، د دنیا په هریو ځاي کې د جنګي بیړیو شتون د هغه هیواد د اقتدار او توانمنیو  ښودنه کوي .  

زمونږخبریال راپور راکړ ،د اسلامی ایران دپوځ  مرستیال غږملونکي امیر البحر حبیب ا.... سیاری  په اطلس سمندر کې د پوځ د سمندري ځواک د اقتدار نندارې ته  د وړاندې کونکي شتون په باب ووئیل په ۲۰۱۳کال کې مو د درستو قواؤ ستر قوماندان ته  په اطلس سمندر کې د شتون وړاندیز کړ چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  هم دغه وړاندیز تصویب کړ .

د ایران دپوځ مرستیال غږملونکي در وسیې سن پيټرزبرګ بندر  ته په سفر کې د سمندری ځواک  تاریخي اقدام  ته په اشارې سره ووئیل ،په روان لمریز کال کې  د مکران اوسهند ځاي سترو بیړیو پشمول د بیړیو ۷۵  ډلې  په یوه یو سل څلویښت ورځني سفر کې  سن پيټرزبرګ بندر ته  سفر وکړ او په دغې لارې کې  د هند سمندر له شمالی او جنوبی لارې او دغه راز د اطلس سمندر له جنوبی او شمالی لارې تیره او د فنلانډ خلیج ته ولیږدول شوه .