ګاونډیان د اسلامي ایران اصلي وړومبیتوب دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ چې ګاونډیان د ایران اصلي وړومبیتوب دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ چې ګاونډیان د ایران اصلي وړومبیتوب دی
علي شمخاني په ګاونډي هیوادونو کښې د ایارن د سفیرانو او د نمایندګیو د مشرانو په کتنه کښې وویل: د هر ډول شخړې او غلط فهمۍ ختمول او د هر اړخیزو په تیره بیا په اقتصادي، دفاعي، امنیتي او د سټراټیجک شراکت په ډګرونو کښې د ملګرتیاؤ پياوړتیا د ګاونډیانو په وړاندې د ایران د بهرني سیاست مهم او اصلي وړومبیتوب دی.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکتر د امریکې د سلطه ګرۍ د قدرت کمیدو او د نورو رامینځته شویو طاقتونو ورځ تر بلې پراختیا ته په اشارې سره زیاته کړه: له سیمې څخه د امریکې وتل په عراق، افغانستان او لویدیځې آسیا کښې د هغې د ماتې په وجه دي.
هغه هم داشان وویل چې د یمن په جنګ کښې د عربي ائتلاف د ټولګې ماتې، د دفاعي انډول د ساتلو لپاره د لنبان د حزب ا... جدي هوډ او د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د یو مهم قدرت په توګه د غزې راڅرګندیدل د سیمې د نویو بدلونونو ځینې نمونې دي.