کرونا منحوس ویروس د نورو 67  ایرانیانو ژوندهم واخست
(last modified Tue, 14 Dec 2021 11:09:37 GMT )
Dec 14, 2021 15:39 Asia/Kabul
  • کرونا منحوس ویروس د نورو 67  ایرانیانو ژوندهم واخست

د  هیوادونو درسمي احصایو په اساس ،کرونا ویروس په دنیا کې تردې دمه څه دپاسه دوه سوه یو اویا میلیون یو لک اته اتیا زره کسان  ککړ کړي چې څه دپاسه پنځه میلیون  او درې لکه یودیرش زره  کسانو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږ خبریال راپورراکړ ، دایران د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په صادرولو سره ووئيل ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله دنورو ۶۷کسانو په مړینې سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانوشمیر یولک دیرش زره اته سوه یو دیرش تنو ته زیات شو.

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي ، د تشخیص د  نړیوالو معیارونو په اساس په تیر شواروز کې په کرونا نور  دوه زره اوه سوه څلور  اتیا ککړ کسان وپيژندل  شول چې له دوي څلور سوه درې  دیرش ککړ کسان په روغتونونو کې بستري  شوي او په ټول کې  په ایران کې تردې دمه دککړو کسانو شمیر هم شپږ میلیون یولک شپیته زره درې سوه تنو ته زیات شوی دی، همداراز په درملنې پسې  پنځه میلیون نهه لکه اتیا زره پنځه سوه شپږ شپیته تنه ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .