سائنسي او تحقيقاتي پرمختګونه د ايران د ملت مسلم حق دے
(last modified Sat, 01 Jan 2022 00:14:34 GMT )
Jan 01, 2022 04:44 Asia/Kabul
  •  سائنسي او تحقيقاتي پرمختګونه د ايران د ملت مسلم حق دے

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د هوا – فضاء د برخې په شمول سائنسي او تحقيقاتي پرمختګ د ايران دملت مسلم حق وبلۀ او وېويل: هيڅ يو پرېکړليک ايران د سېټيلائيټ وړلو د برخې په شمول اړونده فضائي تحقيقاتو او آزمائنو له پروګرامه نه منعې کوي.

د اېرنا د رپوټ له مخې سعيد خطيب زاده بېګا د سيمرغ نومې سټيلائيټ وړونکي آزمېښتي لېږلو په اړه د ځينو امريکائي او اروپائي چارواکو د وروستيو فضاء جوړونو په ردعمل کښې وويل: سائنسي او تحقيقاتي پرمختګونه د ايران د ملت مسلم حق دے او د دا ډول مداخلت کؤنکې څرګندونې به په دغه برخه کښې د ترقۍاو پرمختګ لپاره د ايران د ملت په کلکه اراده کښې هيڅه خلل رامنځته نه کړي.

هغه زياته کړه هيڅ يو پرېکړليک د ايران اسلامي جمهوريت د سېټيلائيټ لېږلو د برخې په شمول اړونده فضائي تحقيقاتو او آزمائنو له پروګرامه نه منعې کوي نو ځکه په ۲۲۳۱ پرېکړليک باندې استناد کول د حقيقت په خلاف يوه بې مورده او بې بنياده مغالطه ده.

د ايران د دفاع وزارت د تېر زيارت په ورځ فضاء ته په کاميابۍ سره د سيمرغ نومې سټيلائيټ وړونکي د لېږلو خبر ورکړ.

 

 

ټیګونه