صهیونزم د نړۍ په راتلونکي کې هیڅ ځاي نه لري
امیر عبداللهیان زیاته کړې ده ،په عقلانیّت او اقتدار سره وایم چې که جنایتکار صهیونیسټي رژيم کومه تیروتنه وکړي ، نو پاټې عمر به ئې هم په هماغو لومړنیو شیبو کې د نړۍ له مخه ورک شي او دا خبره په عقلانیّت سره کوم چې دغه صهیونزم دنړۍ په راتلوکي کې ځاي نه لري .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر او خارجه وزیر دکرغیړنو څرګندونو په ځواب کې په دې خبرې په ټينګار سره چې اسلامی ایران د ملت له حقوقو او ګټو دفاع کوي ، پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل ، صهیونزم نور دنړۍ په راتلونکي کې هیڅ ځاي نه لري .
امیر عبداللهیان زیاته کړې ده ،په عقلانیّت او اقتدار سره وایم چې که جنایتکار صهیونیسټي رژيم کومه تیروتنه وکړي ، نو پاټې عمر به ئې هم په هماغو لومړنیو شیبو کې د نړۍ له مخه ورک شي او دا خبره په عقلانیّت سره کوم چې دغه صهیونزم دنړۍ په راتلوکي کې ځاي نه لري .
د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر او دخارجه چارو وزیر په همداوروستیو کې مدعي شوي چې دغه رژيم د امریکا دحکومت له خبرولو پرته پر ایران حمله کولی شي او دخپل امنیت ددفاع لپاره ، له چا د اجازت اخستو ته اړتیا نه لري .