د ويانا د مذاکراتو اتم پړاو، خبرې اترې لا دوام لري
Jan 05, 2022 05:06 Asia/Kabul
د ويانا د مذاکراتو اتم پړ پرون هم په خبرو اترو کښې د ګډون کؤنکو پلاو ترمېنځ په دوو اړخيزو او څواړخيزو ليدنو کتنو سره دوام وموند.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د برجام اېټمي موافقې له لورو سره د ليدنو کتنو په دوام کښې د ايران د لوړ رتبه مذاکره کؤنکي علي باقري او د اروپائي اتحاديې د بهرني اقدام د سروېس مرستيال مشر انريکه مورا ترمېنځ او همدارنګ د چين او روسيې د لوړ رتبه مذاکره کؤنکو ترمېنځ بيله بيلې غونډې اوشوې.
همدارنګ د ايران د مذاکراتي ټيم له مشر سره په ګډه غونډه کښې د دريو اروپائي هېوادونو لوړ رتبه مذاکره کؤنکو کتنه او خبرې اترې وکړې.
ټاکل شوې ده چې خبرې اترې نن هم په مختلفو سطحو او مختلفو جوړښتونو سره دوام ومومي.