د ویانا په خبرو کې اختلافی موردونه په کمیدا دي
د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزي ئې کړې او دا واشنګټن دی چې باید د بندیزونو په ختمولو سره دې بیرته نړیوالې موافقې ته وګرځي اولازمه ده چې د امریکا دژمنتیاؤ اجرا هم په بشپړ ډول تائيد شي .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، دایران مرستیال خارجه وزیر او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقری کني بیګا د ۴+۱ډلې له استازو سره د ډيرو ناستو په پاي کې ووئيل ، د ایران په ضد دغیر قانوني او ظالمانه بندیزونو دختمولو په چورلیزتوب سره د ویانا په خبرواترو کې اختلافي موردونه مخ په کمیدا دي او په خبرواترو کې ګډون کونکي هیوادونو استزاي هم ددغو خبرواترو بهیر مثبت او ښه ارزوي .
په ویانا کې د په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي میخائیل اولیانوف په همداوروستیو کې وئيلي دي ،نه یوازې روسیه ،بلکې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې نورو لورو هم منلې ده چې په خبرواترو کې ډير پرمختګ شوی دی .
د ایران په ضد د غیر قانوني اوظالمانه بندیزونو دختمولو په چورلیزتوب سره دویانا دخبرواترو اتم پړاؤ د تیر دسمبر له اوویشتمې نیټې دایران داسلامی جمهوریت د مرکچي ټيم دمسئول علی باقري کني او د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن دمسئول دمرستیال آنریکه مورا په مشرۍ په ویانا کې پیل شوی دی .