امیر عبداللهیان:
د ویانا مذاکراتو ته تر کلونو اټال نه شو پاتې کیدلې
د ایران خارجه وزیر: په متین او پياوړي منطق سره مذاکراتو ته دوام ورکوو او مقابل لوري ته مو د پام وړ لارې چارې وړاندې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ټاکل شوې نه ده چې مونږ تر کلونو پورې د ویانا خبرواترو ته معطل پاتې شو، وویل: که جدي اراده او هوډ ولرو نو کولې شو چې په ډیره لنډه موده کښې یوې ښې موافقې ته ورسیږو او په نننۍ مرحله کښې بهیر مثبت او مخ په وړاندې وجاجوو.
حسین امیر عبداللهیان د ایران له جام جم نړیوال چینل سره په مرکه کښې د ویانا د مذاکراتو په هکله زیاته کړه: د ایران د اقتصادي ټیم دنده دا ده چې د بندیزونو د بې اغیزې کولو په لړ کښې عمل وکړي یعنې داسې نه ده چې تر کلونو پورې د ویانا د مذاکراتو په تمه او ورته اټال پاتې شو.
هغه زیاته کړه: په متین او پياوړي منطق سره مذاکراتو ته دوام ورکوو او مقابل لوري ته مو د پام وړ لارې چارې وړاندې کړې دي.
د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه چې د ایران وړاندیزونه راڼه او واضح دي او مقابل لوري په تیره بیا لویدیځوال باید خپل ښه نیت وښايي.