دښمن فکرکاوۀ ایران له کرونا سره په مبارزې کې ماته خوري
دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ووئیل ، ددغې ناروغۍ دخوریدا په هماغه لومړنیو کې دښمن ادعا کوله چې ایران په بندیز کې له دغې ناروغۍ ځان نشي ژغورلی ، په داسې حال کې مونږ وتوانیږو دغه کار وکړو .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي له کروناسره په مبارزې کې د شهید سلیماني دملی بسیج پلان د چاروالو ددرنښت په غونډې کې چې په تهران کې دمشرانو دغونډې په هال کې ترسره شوي ، ووئیل ، په کرونائي بحران ، بندیز، پوځي ګواښ او ویرې ، د هراړخیز نفسیاتي جنګ ، اقتصادي کلابندۍ او حتی د وچکالۍ په وختونو کې له دغې خوریدونکي ناروغۍ سره لاس او ګریوان یوو او په ایران کې دښمن دغه بحران د جنګ په یوه ډګر بدل کړی چې ورته تسلیم شو او دوي خوشال شي . خو دا خوب به ئې هیڅکله هم پوره نشي .
دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ووئیل ، ددغې ناروغۍ دخوریدا په هماغه لومړنیو کې دښمن ادعا کوله چې ایران په بندیز کې له دغې ناروغۍ ځان نشي ژغورلی ، په داسې حال کې مونږ وتوانیږو دغه کار وکړو .
سردار حسین سلامي همداراز ووئیل ، اسلامی تعلیمات او د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حیرانونکي فرمانونه وو، چې زړونه ئې سره یو کړل او هیواد دسرښیندنې او انفاق ځلا وګرځيد .
سردار سلامی د روغتیائي چارو د چارواکو او درستو کارکونکو په ځانګړي مننې سره ووئیل ، د شهید سلیماني ملی بسیج پلان له کرونائي بحران سره په مبارزې کې بریالی عمل وکړ او دغه بهیر هماغه راز دوام لري .