په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور۳۰کسان قرباني کړل
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس ، کرونا منحوس ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه دپاسه درې سوه اولس میلیون اته لکه اته دیرش زره کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه پنځه میلیون پنڅه لکه دوه دیرش زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران دروغتیائی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل ، په ایران کې په تیرشواروز کې د نورو دیرشو کرونائي ناروغانو په مړینې سره په درست ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر یو لک دوه دیرش زره دوو تنو ته زیات شو.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا نور دوه زره څلور سوه ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي دوه سوه څلور اویا ککړ کسان په روغتونونو کې بستری شوي او په ټول کې په ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر شپږ میلیون دوه لکه څوارلس اته سوه تنو ته رسیدلی او دغه راز تر دې دمه په درملنې پسې په ایران کې کابو شپږ میلیون اته پنځوس زره شپږ سوه ککړ کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .