د قطر خارجه وزیر نن تهران ته راځي
Jan 27, 2022 01:14 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نن د یوه(۱) ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ تهران ته راځي .
دغه سفر په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د ایران او د قطر خارجه وزیرانو پرون په ټیلي فوني خبرو کښې د بیلابیلو موضوګانو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
د قطر خارجه وزیر به تهران ته په سفر کښې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او سلامشوره وکړي
ټیګونه