د ویانا خبرې اترې تر یوې اونۍ پورې وځنډيدې
د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست د کمیشن دمشر مرستیال او د ویانا دخبرواترو غږملونکي آنریکه مورا هم پخپل ټویئټر کې لیکلی دي سیاسی فیصلو ته اړتیا لري .د اروپائي ټرائيکا استازو هم په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي،خبرې اترې نهائي مرحلې ته د رسیدا په حال کې دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ ،په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې د مرکچي لورو ترمینځ د ترسره شوي تفاهم په اساس خبرې اترې تر یوې اونۍ پورې ځنډيدلي،په همدې خاطر د ایران مرکچي ټیم هم بیرته ایران ته روان شوی دی.
د ایران د مرکچي ټيم یوې خبرې سرچینې په ویانا کې زمونږ خبریال ته وئیلي دي ، د پاتې موضوعګانو اهمیّت او د سیاسی فیصلو دغوره کولو ضرورت ته په پام سره موافقه شوې پلاوي د سلامشورو لپاره خپلو پلازمینو ته بیرته ستانه شي .
ددغې خبرې سرچینې په وینا ، د خبرواترو بهیر په ټول کې رغنده و مثبت دی او که مقابل لوري له پلازمینو څخه بیرته ستنیدا وروسته لازمې فیصلې غوره کړي ، نو ممکنه ده ډیر زر به دغه نړیواله موافقه تحقق ومومي .
د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست د کمیشن دمشر مرستیال او د ویانا دخبرواترو غږملونکي آنریکه مورا هم پخپل ټویئټر کې لیکلی دي سیاسی فیصلو ته اړتیا لري .د اروپائي ټرائيکا استازو هم په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي ، خبرې اترې نهائي مرحلې ته د رسیدا په حال کې دي .