پاکستان دې د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره مقابله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111784-پاکستان_دې_د_ترهګرو_ډلو_له_اقداماتو_سره_مقابله_وکړي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر په تهران کښې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کښې، په ګډو پولو کښې د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره د مقابلې په اهمیت باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 01:41 Asia/Kabul
  • پاکستان دې د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره مقابله وکړي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر په تهران کښې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کښې، په ګډو پولو کښې د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره د مقابلې په اهمیت باندې ټینګار وکړ

د ایران لپاره د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن له مشر وحید جلال زاده سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

جلال زاده په دغې کتنې کښې وویل: د دواړو ولسونو دیني، تاریخي او کلتوري مشترکات او ښه ګاونډیتوب په مختلفو خپل مینځي برخو کښې د اړیکو او ملګرتیاؤ د لازیاتې ژورتیا یو مهم لامل دی.

هغه د ایران او پاکستان ترمینځ د امنیتي او سرحدي ملګرتیاؤ په زیاتیدو او د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره په مقابلې باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ځینې ترهګرې ډلګۍ او شر غواړي د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو د خرابولو هڅه کوي خو هغوي د ایران او پاکستان د چارواکو ترمینځ په ډیرو مضبوطو اړیکو نه دي خبر او دا ډول واړه تحرکات یې په خپل مینځي ملګرتیاؤ کښې ګډوډی نه شي راوستې.

جلال زاده هم داشان وویل: د افغانستان خلک له تیرو څلورو لسیزو راهیسې له نیواکګرۍ او جنګونو کړیږي او د ایران اسلامي جمهوریت په دغه هیواد کښې د پایداره امنیت او ثبات او د ټول شموله حکومت د جوړیدو په تکل کښې دی.

په تهران کښې د پاکستان سفیر هم په دغه ملاقات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په موقعیت او مهم او اغیزناک رول باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې د پایداره امنیت او صلحې ټینګښت د سیمې او ګاونډي هیوادونو لپاره مهم دی او هیله لرو چې دا کار د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کښې د ایران په مرستې سره عملي شي.