آیت الله صافی ګلپایګاني د دین اومذهب بیلګه خدمت کونکی ؤ
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ دعلم او روحانیّت درستو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .
د رهبری د ستر مقام د ویب پاڼې د راپور په اساس ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا.. العظمی سید علی خامنه اي د ستر دیني مرجع او فقیه آیت ا... ګلپایګاني د رحلت په پیغام کې تسلیّت وئیلی او وئيلي ئې دي ، دوي د قم دعلمیه حوزې یوه پیاوړي ستنې او ددغې علمی اروحانی حوزې یوترټولو بې ساری دیني عالم او یوه علمی او عملي غوره څیره وه .
داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپل پيغام کې ټينګار کړی ،د خداي بخښلي آیت ا.... بروجردي په پړاؤ کې د هغه لوي استاد یو تر ټولو نامتو شاګرد، دخداي بخښلی آیت ا... محمد رضا ګلپایګاني په وخت کې دهغه یو علمي او عملی سلاکار ، او د انقلاب په پړاؤ کې د حضرت امام خمینی یو بااعتماده ملګری شمیرل کید.
دوي ووئيل ،د خداي بخښلی آیت ا... صافی ګلپایګاني رحلت د هیواد دعلمی او روحاني ټولنې او د علم د مینه والو لپاره ستره تشه ده خداوندمتعال د دغه علمی سرلوړی شخصیّت له اهل بیت علیهم السلام سره محشور کړي او غمجنې کورنۍ،دینی مراجعو د علم لیوالو ته دې صبر او زغم عنایت کړي .
همدرااز د خداي بخښلي آیت ا... صافی ګلپایګاني په رحلت د عراق ستر دینی مرجع او روحانی شخصیّت آیت ا... سیستاني هم دتسلیّت دپیغام په خپرولو سره وئيلي دي خداي بخښلی د دین او مذهب یو بیلګه خدمت کونکی ، د هغه رحلت ستره ضایَعه ده او له خداوندمتعاله دهغه د درجو لوړتیا او د هغه کورنۍ او مینه والو ته د ستر صبر دعا کوو .په دې مناسبت درستو دینی مراجعو او عالمانو هم تسلیّت وئيلی دی .
ستر دیني مرجع او د سلګونو متفکرانو او عالمانو روزونکی آیت ا... صافی ګلپایګاني بیګا د زړه د ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې . ټاکل شوې ده دهغه مړی سبا په قم المقدس کې د حضرت فاطمه معصومه سلام ا... علیها دحرم په خوا کې خاورو ته وسپارل شي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ دعلم او روحانیّت درستو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .