په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۸۵کسان قربانی کړل
(last modified Sun, 06 Feb 2022 11:16:34 GMT )
Feb 06, 2022 15:46 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۸۵کسان قربانی کړل

  په ایران کې د واکسنو  د پیچکاري په باب په رابور کې  وئيل شوي دي  ، تر دې دمه  په ایران :ې یوشپیته میلیون یولک دولس زره  شپږ سوه کسانو لومړنۍ ډوز ، څلور پنځوس میلیون  پنځه لکه  شبږ زره کسانو دوهم ډوز او  نولس میلیون شپږ لکه شپږ څلویښت زره  څلور سوه کسانو  دریم ډوز واکسن هم پچکاري کړی دی 

زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د روغتیائي چارو زوارت نن دیوې اعلامیې په خپرولوسره وئيلي دي ،په تیرو شواروز کې دکروناویروس له امله د نورو پنځه اتیا کسانو په مړینې سره تر دې  دمه په ایران کې د کرونائی قربانیانو شمیر یولک دوه دیرش زره اته سوه دیرشو تنو ته ورسید. 

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې  دتشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس  په کرونا ویروس نور پنځه دیرش زره څلور سوه دیرش کسان ککړ شوي  چې له دوی سره په ایران کې په کرونا ټول شپږ میلیون  پنځه لکه  نهه اویا زره زره درې سوه  کسان ککړ شوي  او دغه راز په درملنې پسې تر دې دمه په ایران کې  شپږمیلیون یو لک درې پنځوس زره کسان ښه او له روغتونونو  هم رخصت شوي دي .

  په ایران کې د واکسنو  د پیچکاري په باب په رابور کې  وئيل شوي دي  ، تر دې دمه  په ایران :ې یوشپیته میلیون یولک دولس زره  شپږ سوه کسانو لومړنۍ ډوز ، څلور پنځوس میلیون  پنځه لکه  شبږ زره کسانو دوهم ډوز او  نولس میلیون شپږ لکه شپږ څلویښت زره  څلور سوه کسانو  دریم ډوز واکسن هم پچکاري کړی دی   او په ټول کې تر دې دمه په ایران کې  یوسل پنځه دیرش میلیون دوه لکه څلور شپیته زره اوه سوه ډوزه کروناواکسن پچکاري شوی دی .