د حضرت امام علي (ع) زوکړه دې پر تاسو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112284-د_حضرت_امام_علي_(ع)_زوکړه_دې_پر_تاسو_مبارک_وي
زمونږ خبریال وايي د مولی الموحدین حضرت علي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د ایران په شمال ختیځ کښې په مشهد الرضا کښې جشنونه او خوشحالي روانې دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 15, 2022 12:15 Asia/Kabul
  • د حضرت امام علي (ع) زوکړه دې پر تاسو مبارک وي

زمونږ خبریال وايي د مولی الموحدین حضرت علي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د ایران په شمال ختیځ کښې په مشهد الرضا کښې جشنونه او خوشحالي روانې دي .

ګڼ شمیر زیاراتوال نن د امام رضا علیه السلام زیات ته ورغلي دي او دغه ستر اختر یې لمانځلی دی.

نن د دوه زره دوه ویشتم  میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځلسمه او د څوارلس سوه درې څلویښتم هجري قمري کال د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت امیر المومنین علي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري .

حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام د رجب د میاشتې په دیارلسمه نیټه په داسې حال کښې چې د خدای کور یعني د خانه کعبې دیوال د هغه د مور فاطمه بنت اسد لپاره یوې خوا ته شو دغه سپیڅلي کور ته ورغی او هلته وزیږید .

حضرت امام علي علیه السلام له زلمي توب څخه د اسلام د ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم لخوا ورزول شو .

حضرت علي علیه السلام لومړی کس وچې په اسلام یې ایمان راوړه او د پیغمبر اکرم ص لخوا د اسلام د مبین دین د دودولو او د تبلیغ په ټولو پړاونو کښې د هغه حضرت اصلي ملګری ګڼل کیده .

د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د نړۍ د لومړي امام  حضرت علي علیه السلام د زوکړې کلیزه د پلار ورځ نومول شوي ده .

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو  لوستونکو  ته د زړه له کومې مبارکي وايي .