د ویانا د خبروهرډول موافقه د لویدیځي لوري له کړچار سره اړه لري
په ویانا کې د ایران او ۴+۱ ډلې خبرې اترې ممکنه ده دفرورۍ تر وروستیو پورې پاي ته ورسیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران دایټمی خبرواترو د مرکچي ټيم مشر علی باقري کني پرون ناوخته د ایټمي خبرواترو له غږملونکي آنریکه مورا سره له لیدوکاتو وروسته داروپائي ټرائيکار له استازو سره هم ولیدل او د دوینا د ایټمی خبرواترو د پاټې موضوعګانو په ترټولو روستیو حالاتو ئې ورسره خبرې وکړې .
داپه داسې حال کې دي چې له دغو خبرواترو سره په یووخت د جنایتکار صهیونیسټي رژيم نوي خوځښتونه هم دوام لري ، او دصهیونیسټي رژيم مرستیال خارجه وزیر د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس له عمومی مدیر رافایل ګروسي سره کتنه کړې او همداراز ئې د روسیې د مرکچي ټيم له مشر میخائيل اولیانوف سره هم لیدلي دي . البته اولیانوف په دې اړه وئيلی چې له اسرائيلي پلاوي سره لیده کاته دویانا له خبرواترو سرهیڅ اړه نه لري ، او په ویانا کې د ایران او ۴+۱ ډلې خبرې اترې ممکنه ده دفرورۍ تر وروستیو پورې پاي ته ورسیږي .