له لویدیځوالوسره په خبروکې پاتې موضوعګانې هم دحل وړدي
(last modified Sun, 27 Feb 2022 00:53:31 GMT )
Feb 27, 2022 05:23 Asia/Kabul
  • له لویدیځوالوسره په خبروکې پاتې موضوعګانې هم دحل وړدي

ایران  په یوې  موافقې پسې دی ، خو په خبرواترو کې  دخپلو سرو کرښو  په رعایتولو سره او   د  ملی  ګټو  په چوکاټ کې . 

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست  دکمیشن له مشر جوزف بورل سره په خبرو کې  ووئيل ، د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  په خبرواترو کې  د لویدیځي لوري  دحقیقت پال کړچار به بڼه کې باقي پاتې  ځیني مهمې موضوعګانې هم   نهائي موافقې ته درسیدا  او د حل وړ دي . 

 دزمونږخبریال راپور راکړ ،  په ویانا کې د  ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د لورو ترمینځ دخبرواترو تم پړاؤ ، دایران دمرکچيټ ټیم د  نوښتونو په دلیل  یو لړ پرمختګونه تجروبه کړي دي ، خو دلویدیځي لورو په تیره بیا د زیاتره دباؤ دسیاست  د دوام او د امریکا دپخواني کرغیړن حکومت دغیر قانوني  اقداماتو دجبرانولو لپاره  د امریکا د ولسمشر  جوزف بایډن لټئ  دبندیزونو د لیرې کولو لپاره په جدیّت کې د شکونو  او د خبرواترو ددبهیر د اوږدیدا سبب شوی دی .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،  د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست  دکمیشن له مشر جوزف بورل سره په ټيلیفوني تماس کې  دهغه  او داروپائي اتحادئې  دلوړپوړي مرکچي  آنریکه مورا د هلوځلو په قدرونې سره  ټینګار کړی ، د ایران د اسلامی جمهوریت  چورلټه ټاکنه ،  له خپلو سرو کرښو  څخه نه تیریدا ده .

 هغه  دیوې ښې او خوښې  موافقې  دترلاسه کولو لپاره  داسلامی ایران  چمتووالي ته په اشارې سره ،  دمقابل لوري په وسیله د سیاسی فیصلې پرضرورت ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ،ایران  په یوې  موافقې پسې دی ، خو په خبرواترو کې  دخپلو سرو کرښو  په رعایتولو سره او   د  ملی  ګټو  په چوکاټ کې . 

 د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  دکمیشن مسئول هم  په دغو ټیلیفوني خبرو کې د ویانا دخبرواترو د وروستیو حالاتو په بیانولو سره  ووئیل ،  دویانا خبرې اترې  حساسی مرحلې ته رسیدلي دي  او  ددرستو له خوا جدي فیصلو ته اړتیا لري . بورل همداراز  په اوکراین کې روان بحران  هم د اروپا او نړیوال سیاست لپاره د جدي نتیجو لرونکی وبالۀ .

 

ټیګونه