تهران ته د ګروسي له سفره وروسته د ویانا ایټمی خبرې اترې
د ایټمي انرژۍ د نړیوالو آژانس عمومی مدیر تهران ته له سفره له ستنیدا وروسته ووئيل ، په ایران کې ئې ښې خبرې اترې درلودلي دي .
د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومی مدیر رافائل ګروسي پرون په تهران کې د ایران د ایټمي ا نرژۍ د ادارې له مشر محمد اسلامی او له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې اترې وکړې .
دغه سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د بندیزونو دلغوه کولو په اړه خبرې اترې دوام لري او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې د ایران او آژانس ترمینځ د پاتې موضوعګانو او د سیف ګارډزموضوعګانې،هغه ترټولو وروستۍ موضوعګانې دي چې لوري ئې د حلو کولو لپاره په هلوځلو بوخت دي .
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر په دې باب ووئيل ، دسیف ګارډز هغه موضوعګانې چې په تیرو پړاؤنو کې پرې خبرې اترې شوي وې ،ورباندې وغږیدو او دې جمع بندۍ ته ورسیدو چې په آژانس کې د ایران له دوسیې سره اړونده سندونو په مبادلې سره ، د ۱۴۰۱ لمریز کال تر غبرګولې میاشتې پورې دغه موضوع حل کړو او د ویانا د خبرواترو په حل کیدا سره هماغه شان چې د ۲۰۱۵کال په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې ټاکل شوې وې ، تصویب شي ، نو د مونږ لپاره مهمه دا ده چې دا مسئلې باید په طبیعي قواعدو او مقررراتو کې حل شي او داسې هیڅ سیاسی نفوذ چې اغیزې وشیندل شي ، باید وجود ونه لري .
د ا یټمي انرژۍ نړیوال آژانس د لویدیځي لورو او د صهیونیسټ رژيم په دباؤنو سره په ایران کې د نه اعلان شوو ایټمي فعالیتونو په باب ځیني ادعاګانې مطرح کړي دي ، چې البته دغه ادعاګانې د آژانس او د ایران ترمینځ دملګرتیا له مخینو سره هیڅ ډول سمون نه خوري ، ځکه چې د ایران او د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د تعاملاتو بهیر تل مثبت دی او ایران هم تل ټينګار کړی دی ، پر دغو ملګرتیاؤ باید سیاسی دباؤنه اغیزې ونه شیندي.
د صهیونیسټ رژيم پشمول ځيني لورو ډيرې هڅې کړي ،څو د آژانس په کړچار کې په خار پار رامینځة کولو او پر دوي د سیاسی دباؤنو په اچولو سره ، ددغه تخنیکي اورګان درغنده رول د اجرا خنډ شي . د مارچ په دریمه نیټه د صهونیسټ رژيم د لومړي وزارت دفتر په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، ددغه رژيم لومړی وزیر نفتالی بنټ ، ایران ته د رافائل ګروسي له سفره مخکې له هغه سره خبرې اترې کړي دي . صهیونیسټ رژيم او امریکا له هماغه پیله د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د تخریبولو او د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام د ناروا بریښولو په موخې سره ، په دې باب دسیف ګارډز او فضا جوړونکي موضوعګانو باندې بحث پیل کړی او هڅه ئې کړې ده ، پر ایران دباؤنه لازیات کړي .
په همدې دلیل دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په شنبې ورځې له رافایل ګروسي سره په کتنې کې په بحران جوړونې او اختلاف اچونې کې د صهیونیسټي رژيم رول ته په اشارې سره ، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس له مشره غوښتي ، د آژانس له لارو چارو څخه د دغه رژيم د هرډول ناوړه استفادې په باب دې خاصه توجه ولري .
په عین حال کې ، د علی باقری کني په مشرۍ د ایران ایټمي مرکچي ټيم ،نهائي موافقې ته د رسیدا لپاره په جدیّت سره ، دمقابل لوري لپاره د ایټمي موضوع ،د بندیزونو د لغوه کیدا، تائيدیدااو د ضمانتونو په چوکاټ کې د پاتې مسئلو په حوزې کې خپل دریځونه مشخص کړي او ټينګار ئې کړی دی ، د ایران د اسلامی جمهوریت دسرو کرښو بشپړ رعایتول ، د نهائي موافقې داعلانولو لازمه ده .
پر دې اساس ، همدااوس نهائي موافقه ، د امریکا پشمول د لویدیځي لورو دسیاسی فیصلو د غوره کولو په انتظار کې ده او دا په داسې شرائطو کې ده چې دایران او د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس وروستۍ موافقه، د دواړو لورو ترمینځ د باقي پاتې اختلافاي موردونو دحل لپاره د لارې یوه نقشه برابره کړې ده چې په ویانا کې یوې ښې موافقې ته درسیدا لاره هم هوارولی شي .