علي باقري او انريکه مورا بيا سره وليدل
(last modified Fri, 11 Mar 2022 11:09:37 GMT )
Mar 11, 2022 15:39 Asia/Kabul
  • علي باقري او انريکه مورا بيا سره وليدل

د ايران د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټيم مشر او د اروپائي اتحاديې د بهرني اقدام د سروس مشرمرستيال د ايران او څلور جمع يو ډلې د اېټمي موافقې د باقي پاتې مسائلو په باره کښې کتنه او خبرې اترې وکړې.

د اېرنا د رپوټ له مخې علي باقري کني او انريکه مورا نن په ويانه کښې سره بيا وليدل او خبرې اترې يې وکړې.

پرون هم له ماسپښينه مخکې همداسې يوه کتنه اوشوه او له نورو پلاو سره تماسونه او صلاح مشورې هم دوام لري.

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست له مسول جوزف بورل سره په ټیلفوني تماس کښې پر دې باندې تاکيد وکړ چی اصلي موضوګانې او د بایکاټونو تاثير لرونکي لغوه کول باید د امریکې له ډیر غوښتنو متاثره نشی.

په دغه تماس د بائيکاټونو او بنديزونو ختمولو او د يوکرائن د بحران په شمول د ځينو ګډو نړيوالو مسائلو په اړه بحث او د نظر تبادله اوشوه.

د ايران او څلور جمع يو ډلې يعنې جرمني، فرانسې، برطانيې، روسيې او چين ترمېنځ د ويانا د خبرو اترو اتم پړاو له دوام لري.

 

ټیګونه