په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۶۰کسان قرباني کړل
د هیوادونو درسمي احصایو په اساس ، کرونامنحوس ویروس تر دې دمه په نړۍ کې څه دپاسه څلور سوه اویا میلیون ، یو لک شپږشپیته زره کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه شپږ میلیون او اته نوي زره کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ،د ایران دروغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ، په تیرو شواروز کې د کرونا منحوس ویروس له امله د نورو شپیتو کسانو په مړینې پسې تر دې دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر یو لک نهه دیرش زره شپږ سوه لسو تنو ته ورسید .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کروناویروس نور یوزر اته سوه شپاړس ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي درې سوه نهه دیرش کسان په روغتونونو کې بستري شوي چې دوي ټولو سره په ایران کې تر دې دمه دکرونائي ککړو کسانو شمیر اوه میلیون یو لک یو څلویښت زره درې سوه څلویښت تنو ته زیات شوی دی چې له دوي په درملنې پسې تر دې دمه شپږ میلیون اته لکه دوویشت زره پنځه سوه شل کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .