د ايران او پاکستان خارجه وزيرانو سره وليدل
(last modified Wed, 30 Mar 2022 07:49:20 GMT )
Mar 30, 2022 12:19 Asia/Kabul
  • د ايران او پاکستان خارجه وزيرانو سره وليدل

د ايران او پاکستان خارجه وزيرانود چين په تونشي ښار کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د دريمې غونډې ترڅنګه کتنه او خبرې اترې وکړې.

حسېن امير عبدالهيان او شاه محمود قرېشي نن په دغه کتنه کښې د ډېرو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.

د ايران خارجه وزير همدارنګ ټاکل شوېده د قطر، ترکمنستان او انډونېشيا له خارجه وزيرانو سره هم ليدل کتل وکړي.

د افغانستان د ګاونډيانو دريمه غونډه د ايران، پاکستان چين،ترکمنستان، ازبکستان، روسيې او تاجېکستان د خارجه وزير انو او نورو چارواکو په شتون سره سبا د چين په تونشي ښار کښې جوړيږي.

همدارنګ ټاکل شوې ده د دغې غونډې ترڅنګه يوه غونډه د قطر او انډونېشيا د خارجه وزيرانو او د طالبانو د يو پلاوي په شتون سره جوړه شي او ويل کيږي چې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي په دغو دويمه غونډه کښې ګډون وکړي.

د ايران خارجه وزير به د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزير انو په غونډه کښې له وېنا نه علاوه  نن او سبا له ځينو نورو ګډون کؤنکو چارواکو او د چين خارجه وزير وانګ يي سره کتنه او ليدل کتل او خبرې اترې ولري.

د افغانستان په چارو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر خاص استازے حسن کاظمي قمي، مرستيال وزير او  د جنوبي اېشيا د چارو عمومي مدير سيد رسول موسوي، مرستيال وزير او اېشيا د ختيځ او اوقيانوسيې د چارو عمومي مدير رضا زبيب، مرستيال وزير او د اورېشيا عمومي مدير عليرضا حقيقيان هم د ايران له خارجه وزير سره چين ته په سفر کښې ملګرتيا کوي.

 

ټیګونه