جنرل حسېن سلامي:
په هره سيمه کښې د صهيونېسټ رژيم پليد وجود د ناامنۍ سبب دے
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان خبردارے ورکړ له صهيونېسټ رژيم سره د تعلق جاري ساتل په هيڅ وجه د قبول وړ نه دي او په هره سيمه کښې د دغه رژيم پليد وجود د ناامنۍ سبب دے.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي پرون د ايران په جنوب کښې د ابوموسی جزيرې او پکښې د پرتو يونټونود کتنې په موقع وويل: له بده مرغه د فارس خليج د جنوب په ځينو هېوادونو واکمنو رژيمونو له صهيونېسټي رژيم سره امنيتي او سياسي تعلقات ټينګ کړي دي چې دا موضوع د سيمې او په خاصه توګه د دغو رژيمونو لپاره يو سخت ګواښ دے.
جنرل سلامي همدارنګ په سټراټيجکو جزيرو کښې د پرتو ځواکونو د جنګي چمتووالي او د هغوي له پرېکنده، مضبوطې او خلل نه منونکې دفاع څخه د اطمينان ورکؤنکي حالت په بيانولو سره وويل: د پاسدارانو د لښکر سمندري ځواک په وروستيو کلونو کښې په ډروني، توغنده اي، لامبوزني، الېکټرانيکي جنګي، هوا سمندري او د اوبو لاندې برخو کښې غېر معمولې توانمنۍ او کاميابۍ ترلاسه کړې دي چې د ټولو دفاعي سطحولپاره هره شېبه چټکه او موثره ردعمل ښودلې شي.