حسېن امير عبدللهيان:
امريکه پکار دے حقيقت پسندانه چلند وکړي
د ايران خارجه وزير د ويانا له خبرو اترو سره اړوندو وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل: هرڅه له دې سره تړاو لري چې آيا امريکه غواي حقيقت پسندانه چلند وکړي يا د خبرو اترو د ماتې ذمه واره وي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان په چين کښې د افغانستان د ګاونډيانو د غونډې ترڅنګه د ازبکستان د وزيراعظم د مرستيال او د پانګونې او تجارت د وزير عمر رزاق اف په کتنه کښې د ايران په ځينو چارواکو باندې د وروستيو بنديزونو په اړه د امريکې په پالېسۍ نيوکه وکړه.
امير عبداللهيان په دوه اړخيزه زمينه په تېره بيا په اقتصادي، ټرانسپورټ، ټرانزېټ او په چابهار بندر او خواف – هرات رېلوۍلائن کښې له موجودو ظرفيتونو څخه د لا زياتې ګټې اوچتولو په برخو د ايران او ازبکستان د ملګرتيا ظرفيتونه اهميت لرونکي وبلل او همدارنګ د ټېکنالوجۍ او پوه بنسټه شرکتونو کښې د لا زياتو ملګرتيا لپاره د تهران په چمتووالي تاکيد وکړ.
د ازبکستان د وزيراعظم مرستيال عمر رزاق اف هم په دغه کتنه کښې د نوروز د مبارکۍ په ويلو او د ايران لوړرتبه چارواکو ته د ازبکستان د ولسمشر د سلام په وړاندې کولو سره په مختلفو برخو کښې د دواړو خواو د تعلقاتو په زيات اهميت تاکيد وکړ او د دواړو هېوادونو دملګرتياو په برخه کښې موجودو ظرفيتونو ته په اشارې سره يې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د موافقو د عملي کولو لپاره د ازبکستان د دلچسپۍ څرګندونه وکړه.
امير عبداللهيان له دې مخکې د روسيې له خارجه وزيء سرګئ لاوروف، د قطر له خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزير امير خان متقي او د ترکمنستان او انډونېشيا له خارجه وزيرانو سره ليدل کتل او خبرې اترې وکړې.