دسیسه ګر او بدغواړي د ایران او افغانستان اړیکې خرابوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114642-دسیسه_ګر_او_بدغواړي_د_ایران_او_افغانستان_اړیکې_خرابوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان او د ایران د دوو ملتونو تاریخي او څو اړخیزه ژورو پیوندونو او د افغانستان له خلکو د ایران د ملت او د حکومت له احترام څخه ډک د څو لسیزو میلمستیا ته په اشارې سره د تهران او د کابل د اړیکو د بدغواړو او د دسیسه ګرو کسانو د پلانونو په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2022 23:15 Asia/Kabul
  • دسیسه ګر او بدغواړي د ایران او افغانستان اړیکې خرابوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان او د ایران د دوو ملتونو تاریخي او څو اړخیزه ژورو پیوندونو او د افغانستان له خلکو د ایران د ملت او د حکومت له احترام څخه ډک د څو لسیزو میلمستیا ته په اشارې سره د تهران او د کابل د اړیکو د بدغواړو او د دسیسه ګرو کسانو د پلانونو په هکله خبرداری ورکړ .

سعید خطیب زاده د ډيپلوماټیکو ځایونو د امنیت په ساتلو کښې د افغانستان د موقته حکومت د پریکنده مسوولیت په یادونې سره ټینګار وکړ د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د ایران د سفارت او په نورو ښارونو کښې د کنسولګریو کامل امنیت باید په بشپړه توګه تامین شي او د دغو کنسولګریو په امن ډوله د فعالیت لپاره ضروري تضمینونه ورکړل شي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل له بده مرغه له افغانستان یا ایران څخه د خلکو د  ویرولو په هدف سره ځینې ویډیو کلیپونه او نظر څرګندونې  د خپریدا په حال کښې دي چې د دواړو هیوادونو عواطف لمسوي او دغه چاره له مخکې څخه زیات  د تهران او د کابل د چارواکو او د خلکو  هوښیارۍ ته ضرورت لري .

پرون د ایران او د افغانستان د اړیکو یوشمیر بدغواړو او دسیسه ګرو په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او په هرات کښې د ایران د کنسولګرۍ مخ ته غونډه وکړه او په کنسولګرۍ یې کاڼي وویشتل او د کنسولګرۍ مخ ته یې ټایرونه وسوزول .