په افغانستان او ایران کې د دښمن له لوري دسیسه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د افغانستان او ایران تر مینځ د ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو او نژدېوالې ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو د ګډو دښمنانو له لوري د دسیسو په هکله خبرداری ورکړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ایران د سفارت او د کنسولګریو د امنیت په خوندي کولو کې د افغانستان د اوسني ادارې له مسئولیت څخه په یادونې سره، تاکېد وکړ: په کابل، هرات او نورو ولایتونو کې د ایران د سفارت او کنسولګریو امنیت خوندي شي او د هغوی د خوندي فعالیت په زمینه کې تضمین ورکول شي.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او په هرات ولایت کې د ایران د کنسولګرۍ مخي ته یو شمېر کسان راغونډ شوي وه چي د ایران په ضد تر شعارونو وروسته، د ایران د کنسولګرۍ او سفارت په ودانیو باندې په ډبرو سره برید وکړ. دغه پیښه تر هغه وروسته وشوه چي یوه میاشت مخکې یو شمېر جعلي وېډیویي او ځینې اخبار د ایرانيانو او د افغان کډوالو د احساساتو د راپارولو لپاره په سوشیل مېدیا کې خپور شول.
تیره سې شنبه یو تکفیري بریدګر د مشهد په ښار کې د حضرت امام رضا ع په حرم کې د پیامبر اعظم (ص) په صحن کې په دریو زیارتوالو باندې چي دیني عالمان وه، د چړې په مټ برید وکړ چي د امله یې دوه عالمان شهیدان او یو بل عالم ټپي شو، دغه پېښه د افغانستان د دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو له پراخ غبرګون سره مخ شو، تر دې برید وروسته په سوشیل مېدیاو کې د افغان کډوالو د ځورونې جعلی انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې.
په وروستیو اونیو کې د خبرونو او د پروپاګنداو ارزونه ښیي چي په افغانستان او ایران کې د عامه اذهانو او د خلګو په احساساتو باندې د لوبي لپاره د دواړو هیوادونو د دښمنانو له لوري یوه دسیسه روانه ده، دغه دسیسه کې په ایران کې د افغانستان په ضد احساسات راپارول کیږي او په افغانستان کې بیا د ایران په ضد د خلګو احساسات راپارول کیږي، په دې لړ کې ځینې جعلي خبرونه لکه د ایران په سرحدونو باندې د افغان کډوالو ډله ایز بریدونه او یا د ایران په مختلفو ښارونو کې د افغان کډوالو د ترهګریزو بریدونو شنډول او داسي نوري پروپاګنداوې، په یاد چوکاټ کې د دواړو هیوادونو د دښمنانو له لوري تر سره کیږي.
قومیتي او مذهبی اختلافاتو ته لمن وهل او کرکه رامینځ ته کول، تل د سیمي په اسلامي هیوادونو کې د کړکېچ او بحران د رامینځ ته کولو لپاره د لوېدیځو هیوادونو له لوري د اوزار په توګه کارول شوی دی، لوېدیځ هیوادونه همدارنګه په ایران باندې د فشار د راوستلو لپاره د افغان کډوالو له مسالې څخه د فشار د اړم په توګه کار اخلي، په داسي حال کې چي لوېدیځ هیوادونه هیڅکله هم د افغانستان د خلګو خیر او ښې ګڼه نه ده غوښتې بلکې په افغانستان کې تل خپلي شومي موخي په مخ بیولي دي.
دا په داسي حال کې دی چي د ایران اسلامي جمهوریت تر ۴۰ کاله زیاته موده کیږي چي د افغان کډوالو میلمه پالنه کړې، او اوس مهال هم څه د پاسه ۵ میلون افغان کډوال په ایران کې ځای پر ځای شوي دي او د ایراني ښاریزو په څېر په ایران کې له موجوده امکاناتو څخه برخمن دي. په افغانستان کې تر وروستي بدلونونو، وروسته د افغان کډوالو یوه نوې څپه هم ایران ته راستانه شوې چي ایران هم د امریکې د ظالمانه بندیزونو د امله د سختو اقتصادي ناخوالو سره سره، او د نړیوالو له مرستو پرته، د دغو مهاجرو په مخ یې دروازې پرانیستلي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده.
بې له شکه د افغانستان او د ایران تر مینځ اړیکې او ورورولې تر دې پیاوړی دی چي په دغه شان دسیسو سره، خرابه شي خو سره له دې باید د دغه ډول دسیسو په وړاندې هوښیارتوب ضروري ده. لکه څرنګه چي د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی هم ویلي چي د ایران او افغانستان د خلګو تر مینځ اړیکي تاریخي دي او د دواړو هیوادونو ولسونه باید په هوښیارۍ سره د دې ورورولی ساتنه وکړي.