جنرل علي فدوي:
اسلامي انقلاب په دائمي توګه د ودې په حال کښې دے
د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان جانشين د دې په بيانولو سره چې اسلامي انقلاب په دائمي او دوامداره توګه په جوشېدو او رابرسېره کېدو کښې دے واضحه کړه اسلامي انقلاب په ډېر چټکتيا سره د ودې او ترقۍ موندلو په حال کښې دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې جنرل علي فدوي وويل: اسلامي انقلاب هغه حکومتي جرړې چې دوه نيم زره کاله پخوانۍ وې داسې له بېخه اوېستې چې ته به وائې هيڅ وخت دغه حکومت نه ؤ، په همدې وجه د ايران له اسلامي انقلاب سره دښمني شروع شوه او په ايران باندې د عراق د بعث رژيم د حملې په اتو کلونو کښې ۸۷ هېوادونه له اسلامي انقلاب سره وجنګېدل.
جنرل فدوي د دې په بيانولو سره چې خداے وعده کړې ده چې تل د خداے حزب په شېطاني حزب بريالے دے زياته کړه، په همدې بنياد ۴۳ کلونه اوشول چې شېطاني حزب د خداے پاک د وعدې مطابق نه دے کامياب شوے او اسلامي انقلاب خپلې لارې ته دوام ورکوي.