د وسله والو ځواکونو په توانمنۍ او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د هغوي په چمتووالي د ولسمشر تاکيد
(last modified Mon, 18 Apr 2022 10:40:15 GMT )
Apr 18, 2022 15:10 Asia/Kabul
  • د وسله والو ځواکونو په توانمنۍ او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د هغوي په چمتووالي د ولسمشر تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيدابراهيم رئيسي نن د امام خميني (رح) په حرم کښې د فوځي پرېډ په مراسمو کښې وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت وسله وال ځواکونه زياتې توانمنۍ لري. ترټولو محوري توانمني دا ده چې مخلص ځواکونه لري او چمتو دي چې رېسک واخلي او له هر دښمن سره مقابله وکړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران فوځ نن له هېواد او نظام څخه د دفاع لپاره  يو سنبال او چمتو ځواک دے وويل: د دغه چمتووالي پېغام د اسلامي انقلاب مينه والو ته د اميد پېغام دے او دښمن هم پکار دے پوه شي چې د ايران د وسله والوځواکونو قوت مخنيؤنکے قوت دے او د دغه اقتدار، محکمتيا او ټينګ اودرېدنې پېغام د نړۍ محرومو، مظلومو او مستضعفو ته دا دےچې د ايران وسله وال ځواکونه د هغوي د اميد ټکےدے.

 اوري د مياشتې نهويشتمه د فوځ ورځ نومول د امام خمېني (رح) يو نوښت ؤ، هغه هم په داسې حالاتو کښې چې د اسلامي جمهوريت فوځ له مختلفو کورنيو او بهرنيو مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ ؤ. د جنګي او عملياتي امادګيو حاصلولو روان بهير ته په پام سره له دښمنانو سره د مقابلې او د ګواښونو مخنيوي لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو  په توانمنۍ او د هغوي قوت او په ماډرن وسلو او فوځي سازوسامانونو  د فوځ او پاسدارانو په سنبالښت باندې د ولسمشر تاکيد معنا پېدا کوي. همدارنګ د دفاعي صنائعو، تحقيقاتي ادار او وسله والو ځواکونو شتون چې د مختلفو زمکنيو، هوائي او سمندري سازوسامانونو د تحقيق، پراختيا، پلانولو او جوړولو په زمينه کښې يو مهم رول لري بايد له پامه ونه باسوو. د وسلو او سازوسامانونو په برخه کښې د وسله والو ځواکونو سنبالښت او د هغو ساتنه د دفاعي صنعت وړومبۍ او مهمه دنده ګڼل کيږي چې له تپل شوي جنګه وروسته دوران کښې د فوځي خودکفائۍ او د پاسدارانو او فوځ په شمول د وسله والو ځواکونو د ضرورت وړ مختلفو وسلو او سازوسامانونو د پلانولو او جوړولو په لړ کښې اوچت ګامونه اخېستي دي. ولسمشر رئيسي د دې په بيانولو سره چې د ايران فوځ د توانمنېدو لپاره د بنديزونو له فرصته ښه استفاده وکړه واضحه کړه، په دغه بائيکاټي فضاء کښې ترټولو غوره استفاده فوځي صنائع حاصله کړه او فوځ زيات قوت پېدا کړ.

مهم ټکے دا چې د سيمه ايزو او له سيمې وراخوا دښمنانو په مقابل کښې د معتبرې مخنيونې لپاره نه يوازې د معتبر او زيات فوځي او وسله ايز قوت لرل بنيادي اهميت لري بلکه د طاقتورو او سنبال وسله والو ځواکونو لرل هم د مخنيونےپه رامنځته کولو کښې يو مهم رول په غاړه لري. دا چاره له زيات نه زيات جنګي قوت د حاصلولو د حکم په اړه د قرآني تعليم په بنياد رامنځته شوې ده، لکه خداے پاک په قرآن مجيد کښې فرمائي: له ځواک او اسونو څخه چې هر څه په توان کښې لرئ چمتو يې کړئ چې په دې تيارۍ سره د خداے او خپل دښمنان او نور دښمنان چې تاسو يې نه پېژنئ او خداے هغوي پېژني اويروئ.»

په هر حال د اته کلن تپل شوي جنګ او له هغه نه وروسته د واقعاتو تجربې ښودلې ده چې د ايران فوځ او د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د اسلامي جمهوري نظام د دوو مټو په څېر له کورنيو او بهرنيو ګواښونو او د اسلامي انقلاب د دښمنانو په  تېره بيا د امريکې او صهيونېسټ رژيم له غليمانه اقداماتو سره په مقابله کښې مهم کردار ادا کړے دے.

------

 

ټیګونه