دښمن د پوځ او سپاه له یووالي په قهر او ویره کښې دی
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان د ایران د پوځ له مشر قومندان سره په کتنه کښې وویل: دښمن د پوځ او سپاه ترمینځ له یووالي څخه ویریږي او په قهر دی
سردار حسین سلامي پرون له امیر سید عبدالرحیم موسوي سره په کتنه کښې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې په مناسبت ترسره شوه، زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په خپل ټول سترتوب او پراختیا سره، په مختلفو تجهیزاتي او تخصصي برخو کښې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
سردار سلامي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ تحقیقاتي او دفاعي پرمختګونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په پوځ کښې پر ځان بسیاینې جهاد ښه او کامیابه مخینه او بهیر لري او د هغه په واسطه په پوځ کښې د هوايي، هیلي کاپټري او سمندري برخو په شمول ځیني تخصصونه یوه پياوړې او لرغونې جرړه لري چې د انقلاب په پرتمین دوران کښې د تپلي جنګ سره سره، د دغو برخو متخصصو او ژمنو کارکونکو د تجهیزاتو او اړونده ځواک د ساتلو لپاره مخلصانه او مجاهدانه هلې ځلې وکړې.
جنرال سید عبدالرحیم موسوي هم په دې خبرې سره چې د وسله والو ځواکونو ترمینځ وحدت او یوزړه توب ډیر خوږ او خوشالونکی دی، د پوځ د دفاعي او تحقیقاتي پرمختګونو په هکله وویل: په پوځ کښې پر ځان بسیاینه اوږده مخینه لري او بشپړیدونکی بهیر یې لاهم دوام لري.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر امام خمیني(رح) د وري د میاشتې ۲۹ نیټه د پوځ ورځ نومولې ده.