د فتنو په مقابله کښې د سپاه ځلیدا د دښمنانو قهر راپارولی دی
د وسله والو ځواکونو لویې درستیزولۍ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د جوړیدو د کلیزې به درنښت سره ټینګار وکړ چې له فتنو سره په مقابله کښې د سپاه ځلیدو د دښمنانو قهر په ځان پسې لرلی دی
د ایران د وسله والو ځواکونو لویې درستیزولۍ په یوې بیانیې کښې د اسلامي انقلاب د ثور د میاشتې دویمې نیټه د سپاهِ پاسداران د جوړیدو د کلیزې په لمانځلو سره ټینګار کړ چې دغه ویاړمن ارګان د ایران د نورو وسله والو ځواکونو ترڅنګ هم هغه شان د اسلامي انقلاب او د ایران د دښمنانو د سترګو اغزې او د خلکو او اسلامي نظام لپاره یو امین خدمتګزار دی.
په دې خبرپاڼې کښې د اسلامي انقلاب په ټینګښت، ساتنې او دوام ورکونې کښې د یاد انقلابي ارګان سترې او اغیزناکې دندې ته اشاره شوې او زیاتوي چې د اسلامي انقلاب د څه باندې څلورو لسیزو په برکتناک عمر کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران تل پاتې او برخلیک جوړونکې رول لوبونې د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې د بدلانه یو پيچومی دی چې لاهم په پوره قوت او قدرت سره دوام لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ هم د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د جوړیدو د کلیزې پ مناسبت یوه بیانیه خپره کړه او ټینګار یې وکړ چې په پوځي، تحقیقاتي او علمي ډګرونو کښې د سپاه ورځ تر بلې پرمختګ او وده د ایران د مقدس نظام د اقتدار د زیاتیدو لامل شوې ده.